دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 151226
د بلخ د والي ویاند په یو برید کې ټپي شوی

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امرعبدارزاق قادري ته وویل چې د دغه ولایت د والي ویاند منیر احمد فرهاد باندې نن سهار په مزارشریف ښار کې دوه موټرسایکل سپرو ډزې کړي دي.

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امرعبدارزاق وویل چې پر ښاغلي فرهاد باندې د هغه د کور سره نږدې د مزارشریف څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه موټر سایکل سپرو ډزې کړې چې په ترڅ کې هغه ټپي شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې ته ویلي چې ښاغلی فرهاد پر پښو ټپونه اخیستي او روغتیایي وضعیت ښه دی.

پولیسو د دې پیښې پلټنه پیل کړې ده.

تراوسه کومې ډلې د بلخ د والي پر ویاند د برید مسولیت نه دی اخیستی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccisqse2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته