په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن په کابل ښار کې د سترې فاجعې د مخنیوي په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو چټک اقدمات وستایله.
جنرال نیکولسن وایي، د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د دغه ستر موټر بم د کشفولو او د برید د مخنیوي په خاطر افغان ملي پولیسو ته خپله لوړه ستاینه وړاندې کوي.
نوموړی زیاته کړه، چې هغه کسان چې افغانانو ته د زیان رسولو په لټه کې دي، هیڅکله به بریالي نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت چارواکي د شنبې په شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې له اړوندې سیمې څخه یوه موټر بم تر برید مخکې کشف او ترلاسه کړل.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې یوه ځانمرګي بریدګر هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
امنیتي چارواکي وایي، د دولت ضد وسله والو غوښتل د دغه موټر بم په واسطه د کابل ښار په یوه نامعلومه ځای کې یوه خونړی برید ترسره کړي.
کابو پنځه میاشتې مخکې هم د المان سفارت ودانې ته څېرمه د موټر بم برید د چاودنې په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.