دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 154234
غني: څوک چې اسلام په خطر کې ګڼي هغوی خپله پر مسلمانانو بده ورځ راوستې

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نبوي سیرت او سنت له موږ ټولو غواړي چې د وینې تویونکو ډلو پر وړاندې غږ اوچت شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول ځينو افغان چارواکو او عامو افغانانو د یکشنبې په ورځ د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد«ص» د مېلاد ورځ په ارګ کې ولمانځله.

ولسمشر محمد اشرف غني یادې غونډې ته په وینا کې وویل چې مسلمانان داسې وخت د حضرت محمد«ص» د زوکړې ورځ لمانځي چې اسلامي نړۍ له سترو فتنو سره لاس او ګرېوان ده.

ښاغلی غني وايي، د باغیانو عمل د مسلمانانو له وژلو پرته بل څه نه دي، خو مسلمانانو ته ښايي چې د ویني تویونکو ډلو پر وړاندې د حق غږ اوچت کړي.
نوموړي زیاته کړه:

"د نبوي سیرت او سنت سره ژمنتیا له زموږ ټولو او په تېره بیا له علماوو نه غواړي چې په هر اسلامي هېواد کې د خونخوارانو د فتنو په وړاندې په یوه غږ او اتفاق سره اواز اوچت کړو."

د ربیع الاول د میاشتې دولسمه نېټه چې د اسلام د پیغمبر حصرت محمد«ص» د زوکړې له ورځې سره برابره ده، هر کال په افغانستان او د اسلامي نړی په ځينې نورو هېوادونو کې په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېږي.

افغان حکومت هم د تېرې پنجشنبې ورځ په همدې مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې وه چې د یو شمېر بنسټونو او عامو خلکو له خوا دغه ورځ په غونډو، ختمونو او خیراتونو سره ولماځل شوه.

ولسمشر غني په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه څوک چې اسلام په خطر کې ګڼي باید پوه شي چې د دوی خپلو اعمالو په مسلمانانو بده ورځ راوستې ده.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش بیا دغې غونډې ته وویل، افغان حکومت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد«ص» سیاسي سیرت په کورنۍ او بهرنۍ برخه کې د دولتدارۍ سر لاری ګڼي.

دی وايي، دا وخت د ټولو سیاسي ډلو او افغان چارواکو لومړنۍ رسالت اتفاق دی او که څوک د شخصي ګټو په خاطر نفاق اچوي، د حکومت پر وړاندې د خلکو باور زیانمنوي او یا هم بې بنسټه تورونه پورې کوي په حقیقت کې يې ملي ګټو ته شا کړې او د خلکو له برخلیک سره لوبې کوي.

په ورته وخت کې افغان دیني عالمان په حکومتي کچه د دغې ورځې لمانځنه ستايي او هیله من دي چې پیغام یې پر افغان ملت خپل اغېز ولري.

له دې ډلې مولوي عبدالغیاث صحرابي وايي، که د اسلام د پیغمبر ژوند او سیرت د ژوندانه الګو وګرځي د هېواد روانو ستونزو ته به اسانه حل لار وموندل شي.
ښاغلي صحرابي زیاته کړه:

"موږ په دې باور یو چې د اسلام د ستر پیغمبر سیرت او ژوند الګو ګرځول د ټولو ستونزواو بحرانونو نه د خلاصون لپاره اغېزناکه لار ده."

ولسمشر محمد اشرف غني بیا د علم د پراختیا او امنیت په برخه کې د دیني عالمانو پر رول ټینګار وکړ.

ښاغلی غني وايي، د افغانستان د جیدو علماوو په نوم به مډالونه جوړ او راتلونکی کال به یې هغو لیکوالانو ته ورکړي چې د دغې ورځې به مناسبت یې ښې مقالې لیکلي وي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexe8zejh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته