دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 154530
د تنظیف ریاست د ښار پاکوالي ته نوې کړنې غوره کړي
د کابل د تنظیف رییس د ښار د پاک ساتلو لپاره له نوي پروګرامه خبره کوي او وایي؛ په پام کې ده، چې هغه کسان به جریمه او له قانوني چلن سره مخ کړي، چې د ښار پاکوالي په برخه کې خپل مسوولیتونه نه ترسره کوي.

د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس احمد بهزاد غیاثي وایي، مونږ به له هغو کسانو سره  قانوني چلن وکړو او جریمه بشي، چې پاکوالی نه خوښوي او خپلې خځلې تر ټاکلي خځلځي نه رسوي. دغه راز به هغه کسان څارنوالۍ ته وروپېژندل شي، چې خپل نااړین ودانیز توکي خځلځیو ته لیږدوي.          
 
ځینې پلورونکي د تنظیف ریاست له دې ګامه هرکلی کوي او وایي؛ هر څوک  مسوول دی، چې ښار پاک وساتي.
 
محرم نومی  پلورونکی د ښار پاکوالی خپل مسوولیت بولي او وایي، چې د خپل پلورنځي خځلې خځلځي ته وړم او دا کار د ښار د پاکوالي لاپاره ترسره کوم.  
 
مصطفی نومی وایي، چې د پلورنځي مخامخ لښتی مو له خځلو ډک دی؛ دا مونږ نه دي ډک کړي د تنظیف ریاست باید دا پاک کړي. څرنګه ، چې لیدل کیږي په تېر یو کال کې ښاروالۍ پاک کړی نه دی.  
 
دا د ښار د پاکوالي لپاره د تنظیف ریاست لومړنی اقدام نه دی؛ په تېرو کې هم دې ریاست د ښار د پاکوالي خبره کړې وه، خو اوس هم کابل ښار د نړۍ او سیمې په هېوادونو کې یو ککړ ښار ګڼل کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdso0fzyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته