دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 155274
په مزارشریف کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې

وې ځوانې نجلۍ نن سهار ۹ بجې په مزارشریف ښار کې له یوه سوداګریز مارکیته ځان غورځولی او بیا یې ساه ورکړې ده.

د پېښې له ځایه شاهدانو ویلي، چې امنیتي ځواکونو ټپي شوې نجلۍ ته د نږدې کیدو مخه نیولې او هغې له ۴۰ دقیقو وروسته ساه ورکړې ده.

د ابو علی سینای بلخي روغتون مسوولینو څرګنده کړې، چې د یوې ځوانې نجلۍ مړی روغتون ته رالیږدول شوی او په سړه خونه کې ساتل کیږي.

په روان کال کې دا دوه یمه نجلۍ ده، چې له لوړ پوړه  ځان راغورځوي او ځانوژنه کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaievxuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته