دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 155515
په کابل کې د ترهګریز برید په اړه د ملي امنیت سلاکار پیغام

ترهګرو د خپلو وحشتونو په دوام او د ټولو انساني ارزښتونو خلاف نن سهار په کابل کې د تبیان پر فرهنګي مرکز وحشیان ترهګریز برید وکړ. ترهګر او د پردیو غلامان، چې زموږ د ولس پرمختګ، اتحاد او همدلي نه شي زغملي غیر اسلامي او غیر انساني کړونو په ترسره کولو سره خپله کرکه او نفرت په ډاګه کوي.

د ترهګرو لخوا د نن سهار ظالمانه برید په کلکو ټکو غندم، خپلو ټول هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې زموږ قسم خوړلی دښمن به هیڅ کله په دې بریالی نه شي، چې د ترهګریزو بریدونه له لارې خپلو ناوړو موخو ته ورسیږي. زموږ د ولسونو فکري یووالی بې ساری دی او د تروریستانو ټول ګروپونه به په خپل اتحاد سره له منځه یوسي.

همدا مهال د هېواد په بیلابیلو سیمو کې زموږ پر وطن مین امنیتي او دفاعي ځواکونه د دښمن پل څاري او د دوی د ځپلو له پاره قوي عملیات په لاره اچول شوي.

د نن ورځې خونړي ترهګریز برید د ټولو قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم، شهیدانو ته د فردوس جنب او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzmnzm23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته