دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۵۴
د مطلب کود : 156018
د فراه ولایت کی وسله والو یو شمیر مسافر برمته کړی دی
ویلکږی، د دولت مخالفینو په فراه کې یو شمېر مسافر له موټرو کښته کړي او برمته کړي دي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د فراه په بالابلوک ولسوالي کې مسافرو نن ورځ رسنیو ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د یکشبنبي په ورځ لاره بنده کړه، له موټرو څخه یې سپرلۍ کوزه کړه، تلاشي یې ورڅخه واخیستله او ځینې کسان یې له ځان سره یرغمل کړل.
ویلکږی، چې وسله والو طالبانو لږترلږه ۷ تنه یرغمل کړي خو ځینې نور وايي چې تر ۲۰ تنو پورې مسافر د طالبانو له لوري برمته شوي دي.
د فراه پولیسو هم د طالبانو له لوري د مسافرو برمته کېدا تایید کړه، ویې ویل چې د برمته شویو کسانو د هویت د معلومولو او د هغوی د خلاصون لپاره یې هلې ځلې پیل کړي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.

https://avapress.com/vdcgq39q7ak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته