دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 157433
زیمرمن: ناټو د هر ګواښ په وړاندې د افغانستان او خلکو سره ولاړه ده

د ناټو ملکي سفیر د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کې ویلي، ناټو د هر ګواښ په وړاندې د افغانستان د حکومت او خلکو سره ولاړه ده.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې کورنلیوس زیمرمن پرون ماښام له عبدالله عبدالله سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې د نوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې به په افغانستان کې د خپل هوايي او بشري ظرفیت په زیاتولو د حکومت د مخالفو وسله‎والو خلاف بریدونو ته زور ورکړي.

خو په خبرپاڼه کې د دې هوايي حملو د زیاتېدو په اړه ډېر جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

د اجرائیه ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په سیمه‎ییزې همکارۍ، د انتخاباتو لپاره پر چمتووالي او امنیتي مسئلو هم خبرې کړې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipyazpt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته