دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 158280
یوناما: تېر میلادي کال په افغانستان تر ۱۰ زره زیات ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.
د یوناما په وینا، په ۱۰۲۲ کال کې د ملکي تلفاتو دوهم ستر لامل د حکومت پلوه او حکومت مخالف عناصرو تر منځه ځمکنۍ نښتې وې. که څه یې هم د ۱۰۲۲ کال په پرتله ۲۹ په سلو کې کموالی درلود.
رپوټ له دریو دوه برخې تلفات یعنې ۶۵ سلنه یې حکومت مخالف عناصرو ته منسوب کړي ۴۲ سلنه طالبانو، ۱۰ سلنه داعش/د اسلامی دولت د خراسان ولایت او ۱۳ سلنه یې نورو حکومت مخالف او نا مشخصو عناصرو ته نسبت ورکړل شوي.
حکومت پلوه ځواکونو د پنځمې برخې تلفاتو لامل شوي: ۱۶ سلنه یې افغان امنیتي ځواکونو، ۲ سلنه یې نړیوالو پوځي ځواکونو، یوه یوه سلنه حکومت پلوه وسله والو ډلو او نا مشخصو حکومت پلوه ځواکونو ته نسبت ورکړل شوي دي.
یوناما وایي، د حکومت پلوه ځواکونو او نا مشخصو حکومت مخالف عناصرو ترمنځ ډزې د ۱۱ سلنه ملکي تلفاتو لامل ګرځیدلې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjooevyuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته