دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۹
د مطلب کود : 193383
یوناما:د تېر کال په پرتله د ملکيانو مرګ ژوبلې کچه۴۲ سلنه لوړه شوې
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی( یوناما ) له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د روان زیږدیز کال د نهو لومړیو میاشتو په موده کې ۲۵۶۳ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

اعلامیه چې نن(پنج شنبې د تلې په ۲۵مه نېټه) خپره شوې په کې راغلي چې د یادې مودې په ترڅ کې ۸۲۳۹ نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
اعلامیه لیکي:«په ټولیزه توګه، د ۲۰۱۹ کال په لمړیو ۹ میاشتو کې، د یوناما د ثبت شویو ارقامو له مخې ۸۲۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې  ۲۵۶۳ مړه او ۵۶۷۶ ټپیان شوي چې له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا په متواتر ډول د ۹ میاشتو په موده کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د لوړې کچې مرګ ژوبله په ډاګه کوي. همدارنګه، د کال په وروستۍ ربع کې یوناما د ملکې تلفاتو ترټولو لوړه شمېره ثبت کړې.»
یوناما وايي چې د جولای له لمړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې په تایید شوې شمېره کې د ۲۰۱۸ کال د همدي مودي پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی او وړاندې لیکي:«پردې سربیره په جولای میاشت کې یوناما، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې ثبتونه پیل کړې ،په یوه میاشت کې د ملکي وګړو تر ټولو لوړ شمیرتلفات ثبت کړي دي.»
یوناما د خپلو څېړنو له مخې همداراز څرګندوي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په مجموعي شمیر کې کموالی راغی، چې ترډیره د دولت ضد عناصرو لخوا ملکي مرګ ژوبله کمه شوه، خو د کال په دریمه ربع کې د حکومت ضد عناصرو لخوا د ملکي تلفاتو په کچه کې بیرته شدید زیاتوالی راغی. په ورته وخت کې د جنورۍ له لومړۍ د سپټامبر د میاشتې تر۳۰ مې نیټې پورې د حکومت پلوه ځواکونو دهوایي بریدونو او پلټونکو عملیاتو له کبله هم ملکي مرګ ژوبله زیاته شوه. 
پع علامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو له قوله لیکل شوي دي:«د ریکارډ په کچه د ملکي تلفاتو لوړوالی په روښانه ډول ښیي چې ټولې ښکیلې غاړې دې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام ډیرکړي او د عملیاتو د ترسره کیدو پرمهال دې خپل چلند ته بیا کتنه ولري.»
هغه وړاندې ویلي دي:« په افغانستان کې دجګړې له کبله په لوړ شمیرکې د ملکې وګړو دمرګ ژوبلې رامنځ ته کیدل د داسي سولې د خبرو اهمیت په ګوته کوي، چې د اوربند د رامنځ ته کیدو او د جګړې د پای ته رسیدو لپاره دیو سیاسي دایمي جوړجاړي سبب شي؛ کومه بله لار نشته. ښاغلی یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی زیاته کړه: ”د ملکې وګړو مرګ ژوبله په هیڅ ډول د منلو نه ده په ځانګړي توګه چې ټول په دي باور دي چې د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نلري.»
په رپوټ کې د را نغاړل شویو نهو میاشتو په موده کې ترټولو ډیره ملکي مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو او تعبیه شوو چاودیدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې چې د ټولو تلفاتو۴۲ په سلو کې جوړوي.
ځمکنۍ جګړې د ملکي تلفاتو دویم لوی عامل دی، چې ۲۹ په سلو کې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې او ورپسې هوایي بریدونه دي  چې ۱۱سلنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
رپوټ ښیي چې د جنورۍ له لومړۍ د سپټامبر تر۳۰مې نیټې پورې حکومت مخالفي عناصر د ۵۱۱۷ ملکیانو د مرګ ژوبلې لامل شوي چې له په بریدونو کې یې ۱۲۰۷ تنه مړه او۳۹۱۰ ټپیان ټپیان شوي دي. راپور وايي دا شمېره په یاده شوې موده کې د ټولو تلفاتو ۶۲ په سلو کې مرګ ژوبله ښیي.
د یوناما موندنو له مخې د حکومت پلوو ځواکونو لخوا ۲۳۴۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۱۴۹ مړه او ۱۱۹۹ ټپیان شوي دي او دا د ۲۰۱۸ کال ورته مودې پرتله ۲۶ په سلو کې زیاتوالی ښیي.  
د یوناما وروستۍ رپوټ د ملکي تلفاتو جزییاتو او د هغو عواملو ته په کتو سربیره، ښیي چې په افغانستان کې د ټولو ملکي تلفاتو ۴۱ په سلو کې ښځې او ماشومان دي. راپور وړاندې کاږي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې، یوناما ۹۲۳ ښځو ته مرګ ژوبله  اوښتې چې ۲۶۱ وژل شوې او ۶۶۲ ټپیان شوې دي.
همداراز په راپور کې د ماشومانو مرګ ژوبلې په تړاو راغلي دی چې یاده موده کې ۲۴۶۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶۳۱ تنه یې وژل شوي او ۱۸۳۰ نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې، فیونافریزر له قوله لیکل شوي دي:«په افغانستان کې د روانې جګړې اغیزې پرملکیانو وحشتناکې دي، هر تایید شوی نمبر)ملکي تلفات( یو انسان دی، د یوچا خپل، پلار، مور، ورور، ځوی یا لور ده. " هغې زیاته کړه ."ملګري ملتونه به د جګړې له ټولو غاړو سره ترهغه د عدالت غوښتنې کار ته دوام ورکړي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله صفر ته ورسیږي.»
ملګري ملتونه په اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې د ملکي خلکو خونديتوب ته دې پام وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc41qs12bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته