دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۳۸
د مطلب کود : 193033
یوناما: ټول اړخونه د ټاکنو د باوري کیدو لپاره ګډ مسؤلیت لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا «یوناما» وايي، ټول اړخونه باید د ټاکنو د خوندیتوب او په ځانګړي ډول د جدول بندۍ او د پایلو اعلان ته په پاملرنې خپلې ژمنې عملي کړي.

یوناما د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۳مه «تلې۲۱مه» په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ټول اړخونه د ټاکنو د باوري کېدو لپاره ګډ مسؤلیت لري.
د یوناما په بیان کې راغلي:"ټول افغان چارواکي او ښکیل اړخونه - د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ګډون، سیاسي ډلې، حکومت، کاندیدان او ددوی ملاتړي باید د ټاکنو د خوندیتوب، بشپړولو او د دغه بهیر د حراست لپاره، په ځانګړي ډول جدول بندۍ او د پایلو اعلان ته په پام سره، خپلې ژمنې وښيي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي پر داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې تېره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټېم دوهم مرستیال اسدالله سعادتي د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د رایو شمېرلو پر بهیر باندې په انتقاد سره د ټاکنو کمېسیون ځینې غړي د اشرف غني له ټېم څخه په ملاتړ تورن کړل.
یوناما زیاته کړې، له دې سره سره چې ټاکنیزو کمېسیونونو د درغلیو د مخنیوي ګڼې لارې چار تنظیم کړي، خو وايي، ټول بنسټونه باید د درغلیو د مخنیوي او د رای شمېرنې په بهیر کې د شفافیت رامنځته کېدو په هدف رغوونکی رول تر سره کړي.
یوناما همدارنګه ویلي، چې ټول اړخونه باید تر نظر ورکولو مخکې د رایو شمېرلو د بهیر په اړه کره معلومات ولري او له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه یې هم غوښتي چې د رای شمېرنې د بهیر په اړه کره معلومات وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم کاندید عبدالله عبدالله او د «دولت جوړونکي» ټاکنیز ټېم کاندید محمد اشرف غني په تېرو ټاکنو کې د خپلو بریاو ادعاوې کړي دي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د روانې تلې میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شوې، ګڼ شمېر کاندیدانو یې ویلي، چې له بایومیټریک رایو پرته نورې رایې نه مني.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې ټاکل شوې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې پر ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب میاشتې پر ۱۶مه نېټه اعلان شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexx8zxjh8o7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته