دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 221479
یوناما: روان کال افغانستان کې ۲۱۱۷ ملکیان وژل شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما وایي، د روان کال له پیله تراوسه په افغانستان کې ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲۱۱۷ کسان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په خپل تازه خپاره کړي راپور کې د ملکي تلفاتو په تړاو معلومات ورکړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، د روان کال له پیله تراوسه په افغانستان کې ۵۹۳۹ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲۱۱۷ کسان وژل شوي او ۳۸۲۲ نور بیا ټپیان شوي دي.
یوناما په دغه راپور کې د مرګ‌ژوبلې ۴۵ سلنه مسئولیت د طالبانو بللی او دغه راز ۲۳ سلنه یې بیا د افغان ځواکونو بللی دی.
یوناما دغه راپور په داسې حال کې خپروي چې یو طرف ته په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات روان دي او بل پلو ته په هیواد کې جګړې سخت زور اخیستی دی.
https://avapress.com/vdca06nuo49nuy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته