نوموړي دا هم ویلي، چې ملي وحدت حکومت دا صلاحیت نلري، چې والیان له دندې ګوښه او یا یې پر ځای بل څوک وټاکي.
تېره ورځ(د سلواغې ۲۸) د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لغمان، کندوز، میدان وردګ، سمنګان او لوګر ولایتونو ته د نويو والیانو له ټاکلو خبر ورکړ، چې تر دې دمه یوازې د سمنګان والي دغه پرېکړه رد کړې ده.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بادغیس پخوانی والي انورخان اسحاقزی د لوګر ، د فراه پخوانی والي داکتر شاه جهان د میدان وردګو، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د کندوز، عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان د والي عبدالکریم خدام پرځای او محمد آصف ننګ د لغمان د والیانو په توګه ټاکلي وه؛ خو نن د سمنګان ګوښه شوي والي عبدالکریم خدام د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه رد کړه.
عبدالکریم خدام تېر کال د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوی و، چې تېره ورځ له دندې ګوښه او پر ځای یې د ولسي جرګې د رییس عبدالرووف ابراهیمي وراره عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان والي په توګه وټاکل شو.
د سمنګان لیرې کړای شوي والي خدام ویلي، چې د ارګ پرېکړه نه منم او د خپل مرستیال داکتر ضیا په استازیتوب هم وایي، چې زه او داکتر ضیا به خپل کار روان ساتو؛ خو د جمعیت ګوند، د سمنګانو د خلکو او ترک توکمو پرېکړې ته په تمه یم، چې له دندې مو ګوښه کوي او که نه!
عبدالکریم خدام د جمعیت ګوند غړی او د عطاء محمد نور نږدې پلوي دی.
د افغانستان د جمعیت ګوند رییس او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په خپل فیسبوک کې څرګنده کړې، چې ډېر ژر به د ښاغلي خدام د لیرې کولو په اړه دا ګوند خپل دریځ په ډاګه کړي.
ښاغلی رباني وایي، د سمنګان والي جناب عبدالکریم خدام د درناوي وړ، د جمعیت اسلامې د رهبرۍ غړی او د ترکمنو د محترم قوم پوه او تجربه لرونکی شخصیت دی.
دا دوه یم والي دی، چې د دې ادارې پرېکړه ردوي.
دوه میاشتې وړاندې ارګ د بلخ والي عطاء محمد نور هم له واکه ګوښه کړی؛ خو د دوه میاشتو په تېرېدو بیا هم نوموړی تراوسه د بلخ والي دی او د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي والي انجینر داود ته د کار موکه نه ده ورکړشوې.
وګورو، چې ښاغلي ابراهیمي به د کار موکه تر لاسه کړي او کنه؟!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)