دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 162627
امریکا د افغانستان سره په انتخاباتو کې مرسته کوي
جمهور رئیس محمداشرف غني د جمعې د ورځې په ماښام د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د مرستیال مایک پنس، سره د افغانستان په امنیتي مسایلو او پارلماني انتخاباتو خبرې کړې دي.
ارگ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلي غني او ښاغلي پنس د "هوایي ځواکونو او په وخت سره د امنیتي او دفاعي قواو ملاتړ، د افغانستان او د اسیا د جنوب لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ، د ترهگرۍ پر ضد مبارزې، سولې او ثبات، راتلونکو انتخاباتو او د امریکا او افغانستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکاریو په پراخیدو بحث او تبادل نظر کړی دی."
په اعلامیه کې د جمهور رئیس غني له قوله ویل شوي چې د افغانستان حکومت ژمن دی چې د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو انتخابات په وخت سره وکړي.
په اعلامیه کې همداشان ویل شوي چې ښاغلي پنس په کابل کې د وروستیو بریدونو په غندلو سره ویلي دي چې د امریکا حکومت تیار دی د افغانستان سره د راتلونکو انتخاباتو په ترسره کولو او "ټولو برخو کې مرسته او هر اړخیزه همکاري وکړي."
سپینې ماڼۍ هم په یوې اعلامیې کې د جمهور رئیس غني او د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال پنس د تیلیفوني خبرې تائید کړي او ویلي یې دي چې د دموکراتیکو انتخاباتو ترسره کول او اوږدمهاله سیاسي مشراکت د کابل د حکومت لپاره گټور دی.
جمهور رئیس غني او ښاغلی پنس پداسې حال کې تیلیفوني خبرې کوي چې تیره اونۍ طالبانو د "الخندق" په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل. ددې اعلان په غبرگون کې د سپینې ماڼۍ اعلامیې د ښاغلي پنس له قوله لیکلي چې د امریکا حکومت د افغانستان او د اسیا د جنوب لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په اساس ژمنه ده چې د افغانستان د حکومت او د هغه هیواد د امنیتي قواو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د پارلماني او د ولسوالیو د شوراگانو د انتخاباتو د ترسره کولو په هکله د جمهور رئیس غني او د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د مرستیال ترمنځ خبرې پداسې حال کې کیږي چې تیره اونۍ په کابل کې د رای ورکولو د نوم لیکنې په یو مرکز باندې په برید کې لږ تر لږه ٦٠ تنه ملکي وگړي ووژل شول او شاوخوا ١٢٠ تنه نور ټپیان شول. د داعش ډلې ادعا کړې وه چې دا برید هغوي کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj88evauqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته