دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 163072
ارزګان کې پولیسو او طالبانو ته مرګژوبله
ارزګان سیمه ایز چارواکو په وینا، ددی ولایت په ترینکوټ او چوری ولسوالۍ کې د بیلابیلو پیښو په ترڅ کې، دوه پولیس او یو درې تنه طالبان وژل شوی او څلور تنه نور یی ټپیان شوی دی.

دوی وایي، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د پولیسو تر منځ په خپلمنځي نښته کې یو پولیس وژل شوی دی.
د چورې امنیه قوماندان میرویس وایی چې دوو پولیسو په دغه ولسوالۍ کې لومړی لفظي شخړه او وروسته جګړه کړې چې یو تن یې وژل شوی او بل یې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
میرویس وایي، نیول شوی پولیس تر څېړونو لاندې دی.
بل خوا د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د اروزګان او کندهار ترمنځ د لویې لارې پر یوې امنیتي پوستې د برید پرمهال یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
دغې سرچینې ویلي چې وژل شوی او ټپي پولیس روغتون ته ور وړل شوي دي.
د ارزګان امینتي مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي او ناخبري ښيي.
همدارنګه د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو څلورمې لوا خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکز ترینکوټ په بېلابېلو سیمو کې د ځمکنیو او توپچي بریدونو پرمهال دری طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاڼیز عملیات د تالاني، یکلینګي او کبوترخانې په سیمو کې ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو تردې مهاله رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcefx8zwjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته