دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 166639
طالبانو په وړاندی تهاجمی بریدونو ډیریدنه/ ۶۰۰ طالبان وژل شوی او ټپیان شوی دی
د هیواد ملی دفاع وزارت وایی چی د طالبانو په وړاندی تهاجمی نظامی عملیاتونه ډیر شوی او په یو اونۍ کې د ۶۰۰ تنو طالبانو څخه ډیر وژل شوی او ټپیان شوی دی.

ددی وزارت ویاند دفتر په وینا. دولتی ځواکونو عملیاتو شدت د طالبانو تلفات ډیر کړی دی.
محمد رادمنش، د دفاع وزارت ویاند دفتر سرپرست وویل: د اوربند وروسته ددی ورځو په لړ کې د افغانستان خلګو دشمنان نږدی ۳۵۰ تنه تلفات درلودلی دی.
د ځمکنې عملیاتو ترڅنګ، طالبان جنګیدونکو مواضعو باندی هوایی بریدونه هم د تیرو وختونو په نسبت ډیر شوی دی.
طالبان د دولت اوربند په موده کې ځینی سیمې خپل کنترول لاندی راوړی وو. خو ویل کیږی چی ددی ډلی په وړاندی بریدونو ډیریدنه د طالبانو شاته تګ لامل شوی او حتی دا ډله د جنګ په ډګر کې د اور رامنځته کونه کم کړی؛ د میدان وردګ جنګ په شان.
دولتی ځواکونه نږدی لسو ولایتونو کې د طالبانو په وړاندی عملیاتونه ترسره کوی، همدارنګه په ځینو عملیاتونو کې، په ننګرهار او کنړ او جوزجان کې هم د داعش ډلې ځواکونه ټکول شوی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcgw39qyak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته