دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 163530
اندونیزیا کې د دیني عالمانو له ناستې وروسته ځانمرګي بریدونه
د اندونیزیا په دویم سترښار سورابابا کې پر دریو کلیساګانو ځانمرګي بریدونه شوي دي.
د اندونیزیا امنیتي چارواکو ویلي دا بریدونو په څو دقیقو کې یو بل پسې شوي دي، خو پر څلورمه کلیسا یې د ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
تر اوسه دغو بریدونو په پایله کې د د نهو کسانو د وژل کیدو او څلویښتو کسانو د ټپي کیدو رپوټ خپور شوی دی.
دا بریدونه په پلازمېنه جاکارتا کې د سخت دریځو اسلام پالو بندیانو او د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکونو ترمنځ تر هغې ۳۶ ساعته نښتې وروسته شوي، چې لږترلږه د دغو ځواکونو پنځه غړي پکې ووژل شول.
اندونیزیا په نړۍ کې د مسلمانانو د شمیر له مخې تر ټولو ستر هیواد دی.
دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې اندونیزیا د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو ترمنځ د یوې لویې ناستې کوربه وه.
دیني عالمانو په دغه ناسته کې په افغانستان کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه ناروان وبلل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdss0fzyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته