دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۳
د مطلب کود : 163972
ځینی سناتوران د امریکا سره امنیتی تړون د لغوي غوښتونکې شو
د افغانستان خلګو لپاره د ناتو او امریکا امنیتی توافق ګټي نه شتون د منلو وړ نه ده او باید دا دوه تړونونه د افغانستان خلګو په ګټه تمام شی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښارونو او ولسوالیو باندی د طالبانو بریدونو په ډیریدو سره؛ سنا مجلس د امریکا سره امنیتی تړون څیړلو باندی ټینګار کړي.
فضل هادی مسلمیار، د سنا مجلس رئیس د تیری ورځې په عمومی ناسته کې امریکا او ناتو ځواکونه د افغان امنیتی ځواکونو څخه پر وخت نه ملاتړ باندی تورن کړي او زیاته کړی چی ناتو ملاتړ ځواکونه، افغان امنیتی ځواکونه د طالبانو سره په جنګ کې پر موقع باندی ملاتړ نه کوی.
ښاغلی مسلمیار زیاته کړه چی امنیتی مسؤولین باید امریکا امنیتی تړون عملی کیدو څرنګوالی روشانه کړی ترڅو په اساس یی د تړون په وړاندی تصمیم واخیستل شی.
د هغه په وینا؛ امنیتی مسؤولین باید ځواب ورکړی چی امنیتی تړون تر کومي اندازی پوری عملی شوی او ترکومه حده پوری د افغانستان خلګو په ګټه تام شوی ده.
مسلمیار وویل چی د امریکا اوناتو سره د امنیتی تړون ګټی نه شتون د افغانستان خلګو لپاره د منلو وړ نه ده او باید دا دواړه د افغانستان خلګو په ګټه تمام شی.
هغه ټینګار وکړ چی امنیتی چارواکې باید په دی اړه یا هم د سنا مجلس راتلونکې عمومی ناستو کې او یا هم د سنا مجلس روئساوو کمیته کې وغوښتل شی.
محمد علم ایزدیار، د سنا مجلس لمړۍ معاون هم ټینګار وکړ چی حکومت مکلف دی ترڅو امریکا سره امنیتی تړون باندی بیا غور وکړی.
زلمی زابلی، د سنا مجلس غړۍ تیره ورځی ناسته کې وویل چی حکومت د امنیت تامین توان نه لری او جرئت نه لری چی د امریکا استراتژیک پیمان څخه دفاع وکړی.
 
https://avapress.com/vdcd5s0fxyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې