دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 164569
د کورنیو چارو وزارت برید او حقاني شبکې په تړاو د ناټو قوماندان څرګندونې
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن په دې باور دی چې د کورنیو چارو وزارت پر ودانی د برید تر شا وسله وال طالبان او حقاني شبکه لاس لري.
نوموړی تېره شپه له خبریالانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وویل، چې موږ په دې باور یو چې دغه برید د طالبانو، حقاني شبکې له خوا ترسره شوی خو د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره کار دوام لري.
جنرال زیاته کړه، چې د تیرې ورځې برید تاکتیک د حقاني شبکې له پخواني بریدونو سره ورته والی لري.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نن  غرمې پر مهال کابو ۱۲:۱۰ لس وسله والو د کورنیو چارو وزارت پر ودانی ډلییز بریدونه پیل کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په پرمختللو وسلو سمبال وسله والو د دوه زغروالو ګاډو او بهرنیو ځواکونو د پوځي کالیو په وسیله د چارو وزارت پر ودانی بریدونه پیل کړل چې د امنیتي ځواکونو له چټک غبرګون سره مخ شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نښتې په ترڅ کې لس وسله وال د امنیتي ځواکونو له خوا د کورنیو چارو وزارت وداني ته څېرمه ووژل شول او په پایله کې دوه زغروال ګاډې، بېلا بیلې وسلې، لاسې بمونه، د مخابرې سیټونه، ځانمرګي واسکټونه، او ریموټ کنټرولونه د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیسو اته سرتېري هم ټپیان شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3t9qyak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته