دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 164625
هلمند ولایت کی برید شوی دی
د هلمند ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې تیره ورځ برید شوی دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت د ګرشک امنیه قومندان اسماعیل خپلواک تیره ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل،  یاد پيښه ‎تیره  ورځ سهار شاوخوا۱:۰۰بجې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی دی.
هغوی وایی، چې ځانمرګي بریدګر له چاوېدونکو توکو ډک سراچه موټر ته د ګرشک ولسوالۍ په لومړي قرول کې چاودنه ورکړې ده.
سرچینی زیاتوی، د بریدګر موتړ پوليسو له وړاندي پېژندلی وو او د درېدو پرمهال يې پرې ډزي وکړې او چاودنه یې کړې ده.
دوی وایی، چې په دغه برید کې یوازې ۵ پولیس ټپیان شوي او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
خو تر اوسه ددغه پيښه مسوولیت کوم ډله په غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcj8xeviuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته