دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 166175
ولسمشر غني د طالبانو پر وړاندې د اوربند په اړه نن پرېکړه کوي
ټاکل شوې افغان ولسمشر نن د حکومت له لورې د طالبانو پر وړاندې د اوربند په اړه پرېکړه وکړي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپل ټویټر دا خبر لیکلی دی او وایي، ښاغلی غني به نن د اوربند او سولې په اړه په کابل کې خبرې وکړي.
د حکومت له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې د اوربند موده تېر ماښام دولس بجې پای ته ورسېده.
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د بریدونو د پیلېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش آزادي راډیو ته وویل:
"موږ اوس د احظاراتو په حال کې یو، د اوربند تمدید د ولسمشر په پرېکړې پوري اړه لري، خو په مجموع کې موږ د عملیاتو د پیل لپاره او د وسله والو مخالفینو د بریدونو د دفع کولو لپاره لازم چمتووالی لرو."
افغان حکومت د روژې له ۲۷ نېټې څخه د اختر تر پنځمې پورې د طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او بیا یې تر لسو نورو ورځو پوري وغځاوه، خو وسله والو طالبانو یوازې د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان او عملي کړ.
د افغانستان امنیتي ارګانونه وایي، د افغان حکومت په یو اړخیز اوربند سره هم په همدې موده کې د افغان ځواکونو تلفاتو کې کموالی راغلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz0b8srhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته