دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 166205
طالبانو په لاس د تخار ولایت آی خانم بندر سقوط
طالبانو تیره شپه توانیدلی چی د یو میاشت وروسته د تخار ولایت آی خانم مهم بندر کنترول په لاس کې ونیسی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د تخار ولایت والی ویاند وایی چی طالبانو تیره شپه، د پولیس کمیساری باندی برید سره د د آی خانم بندر کنترول په لاس کې ونیول.
داسی ریپورت ورکړل شوی دی چی طالبان د یو میاشت راهیسی د آی خانم د بندر نیولو لپاره هڅی لرلی.
سنت الله تیمور، د تخار والی ویاند رسنیو ته وویل چی د طالبانو تیری شپی بریدونو په ترڅ کې، ۲ تنه سرتیری شهید، ۲ تنه سرتیری ټپی او ۵ تنه نور د طالبانو په اسارت کې راغلی دی.
هغه همدارنګه وویل چی طالبانو په دی برید کې، د پولیسو ۲ رنجر او یو تانک ته اور ورپوری کړی او ددی کمیساری اسلحو ذخیره د ځان سره وړي.
د آی خانم بندر د افغانستان تجارتی مهمو بندرونو څخه د تاجیکستان سره دی چی د تاریخی ارزښت څخه برخمن دی. د آی خانم بندر له لاری د افغانستان څخه تاجیکستان ته وریجی او غوړي او نور مواد لیږدول کیږی او د هغه لوری هم افغانستان ساختمانی مواد واردیږی.
 
https://avapress.com/vdcfxvdytw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته