دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 166466
ایلس ویلز له جنرال باجوه سره پر افغان سولې خبرې وکړې
د امریکا یوې لوړ پوړې ډیپلوماتې په اسلام اباد کې د پوځي او ملکي چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي.
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایلس ویلز په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر قمر باجوه، بهرنیو چارو له مرستیالې وزیرې تهمینه جنجوعه او نورو لوړپوړیو چارواکو سره لیدلي دي.
په پاکستان کې د امریکا د سفارت اعلامیه وايي چې جنوبي اسیا لپاره د امریکا د اعلان شوې تګلارې په اساس میرمن ویلز ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د روان جنګ په سوله ییز ختمولو کې رول لوبولی شي.
اعلامیه وايي مېرمن ویلز همدغه راز په پاکستان کې دننه د ټولو ترهګرو ډلو په ختمولو کې د پاکستان د ژمنې او تعهد په اړه هم پاکستاني چارواکو سره بحث کړی دی.
نوموړې اسلام اباد ته تر سفر مخکې په کابل کې ویلي وو چې د سولې د مذاکراتو لپاره تر ټولو لوی خنډ هغه طالبان دي چې له افغانستان نه دباندې اوسیږي.
افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې یې د طالب مشرانو ته پناه ورکړې او جګړه مارانو ته یې د روزنې مرکزونه او نور امکانات برابروي او بیا یې د جنګ لپاره افغانستان ته استوي. خو پاکستان دا تورونه نه مني.
مېرمن ویلز داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د اسلام اباد-واشنګټن اړیکې تر بل هر وخت اوس ډېرې خرابې شوي دي. امریکا پر پاکستان خپلې مالي مرستې هم بندې کړې دي او تور پرې لګوي چې د ترهګرو په ځپلو کې پوره اقدام نکوي.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحدو ایالتونو د تګلارې د اعلانولو په ورځ پر پاکستان فشار راوړ چې د حقاني او نورو اورپکو ډلو پر ضد جدي ګامونه واخلي چې په افغانستان کې جنګ ختم شي.
امریکا له ۲۰۰۱ لومړي کال راهېسې په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې بوخته ده. په دغه وخت کې یې شاوخوا ۲۴۰۰ سرتېري یې وژل شوي او زرګونه نور یې ژوبل شوي دي او میلیاردونه ډالر یې هم لګولي دي.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ امریکايي سرتېري دیره دي چې افغان ځواکونه وروزوي، تجهیز یې کړي او سلا مشورې ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepp8zpjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته