دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 166753
ستانکزی: که طالبان لوګر ښوونځي خلاصیدو اجازه ورنه کړی نو خلګ به یی په وړاندی ودریږی
د لوګر د ولایتي شورا مسؤلین خبرداری ورکوي چې که طالبان په دغه ولایت کې د ښوونځیو د خلاصېدو اجازه ورنه کړي، خلک به يې پر وړاندې ودرېږي.

د وسله والو طالبانو له خوا په لوګر کې د ۳۹ ښوونځيو تر تړل کېدو وروسته اوس د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین وايي چې د یاد ولایت قومي مشران او عالمان د ښوونځيو د بېرته خلاصېدو په هدف، له طالبانو سره په اړیکه کې دي.
د یادې شورا رئیس حسیب ستانکزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، طالبانو ژمنه کړې وه چې د یکشنبې د ورځې تر ۱۰ بجو پورې به دا ښوونځي خلاص کړي، خو په خبره یې چې دوی تر اوسه دا کار نه دی کړی.
دی وايي چې که طالبان له خپلې ژمنې يه شا شي، دوی به يې د خلاصېدو لپاره خپله لاس په کار شي.

وموړي وویل:
"که حکومت یا د حکومت مخالفین د پوهنې سیستم او ښوونځي اغېزمنوي او زمونږ اولادونه له تعلیمه منعه کوي، مونږ مجبورېږو چې له ځانه دفاع وکړو او اجازه به ورنه کړو چې اولادونه مو بې تعلیمه پاتې شي، که طالبان تړل شوي ښوونځي خلاص نه کړي، مونږ اړ یوو چې پاڅونونه زیات او پر وړاندې یې په یو غږ ودرېږو."
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب د شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو له خوا د ۳۹ ښوونځيو د تړل کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې په دې سره ۱۵ زره هلکان او نجونې زده کوونکي له زده کړو او ازموینو محروم شوي دي.
دی وايي، وسله والو طالبانو دا ښوونځي د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې تړلي او ګواښ يې کړی چې که حکومت يې د خلاصېدو هڅه وکړي، دوی به دغه تړل شوي ښوونځي وسوځوي.

د سیمه ییزو چارواکو په باور، وسله والو طالبانو دا کار د افغان امنیتي ځواکونو د وروستیو عملیاتو په غبرګون کې کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په لوګر ولایت کې ۳۲۰ ښوونځي دي چې له ۱۳۲ زرو ډېر زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdcdk90fsyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته