دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 166940
د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۵۵ ترهګر وژل شوي
د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۵۵ ترهګر وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
 له یادې ډلې ۱۷ ترهګر د غزني په خوګیاڼو او ناوې ولسوالیو، ۱۴ ترهګر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، د طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۱۰ ترهګر د هلمند په نادعلي، دیشو او ګرشک ولسوالیو، ۷ ترهګر د ارزګان د مرکز اړوند د حاجي اسماعیل خیلو قریې په ګوګردالي سیمه، ۶ ترهګر د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ او یو ترهګر د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه: " د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې ۳ هوایي بریدونه، ۹ چاڼیز او ۸۵ تهاجمي عملیات تر سره شوي دي".
په همدې حال کې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۱۸ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، ننګرهار،کونړ، غزني، ارزګان، زابل، بادغیس، فاریاب او هلمند ولایتونو او د سروبي ولسوالۍ اړوند سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba0b8grhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته