دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 167016
په پکتیا کې د هوایی بریدونو په ترڅ کې د ۵۰ طالبانو وژل کیدنه
د پکتیا پولیسو قومانده خبر ورکوی چی په دی ولایت کې د ملی اردو هوایی بریدونو په ترڅ کې په لسګونه طالبان وژل شوی او ټپیان شوی دی.
 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د پکتیا پولیسو قومانده نن پنجشنبه د سرطان په ۲۱ نیټه د یو خبرنامه په لړ کې اعلان کړ: ددی ولایت احمد آباد ولسوالی کې د تیرو څو ساعتونو هوایی بریدونو په ترڅ کې، د ۵۰ څخه ډیر طالبان وژل شوی او په لسګونه نور ټپیان شوی دی.
ددی خبرپاڼی په اساس، د وژل شویو طالبانو څخه ډیر یی د طالبانو مهم غړۍ او سره قطعی څخه وو.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
پکتیا د ناامنو ولایتونو له جملی څخه دی چی طالبان په بیلابیلو برخو کې یی د امنیتی ځواکونو سره نښتې کوی.
 
https://avapress.com/vdcgqu9q3ak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته