دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 167210
د امریکا ولسمشر له افغان طالبانو سره د مخامخو خبرو د پیل امر وکړ
د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وسله والو طالباو سره د مخامخو خبرو د پیل امر کړی دی.
د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وسله والو طالباو سره د مخامخو خبرو د پیل امر کړی دی.
په افغانستان او امریکا کې باورې سرچینې نیویارک ټایمز ته ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره خپلو ډیپلوماټانو ته لارښوونه کړې چې له وسله والو طالبانو سره د مخامخو خبرو د پیل په موخه هلې ځلې پیل کړي.
له وسله والو طالبانو سره د مخامخو خبرو لپاره مشخصه نیټه نه ده ټاکل شوې خو چارواکي وایي د ولسمشر ټرمپ اداره د روانو کړکېچونو د هواره لپاره له وسله والو طالبانو سره پر مخامخو خبرو غور کوي.
چارواکي په دې باور دي چې د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوي ستراتیژي یا تګلاره د طالبانو پرمختګونو د مخنیوي په موخه په روانو هلو ځولو کې اساسي بدلون نه دی راوستی.
په همدې حال کې چارواکي وایي له طالبانو سره د مخامخو خبرو د زمینه برابرولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په وروستیو کې له افغان او پاکستاني چارواکو سره لیدنې کتنې کړې.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdccsmqsx2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته