د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید مشعل نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، وسله والو طالبانو پرون د یاد ولایت په رشیدانو، قرباغ، اندړ او مرکز غزني ښارکې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
هغوی وایی، پر رشیدان د طالبانو په برید کې د یاد ولسوالۍ امنیه قوماندان صبغت الله له یوه بل امنیتی پولیس سره وژل شوی او ۲ نور پولیس ټپیان شوي دي.
دوی وایی، په قرباغ کې بیا پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.