دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 167745
په افغانستان کې د اصلاحاتو څخه د ملاتړ دوام او د پرمختګ شاخصونو ته د دولت رسیدلو په پایله کې اروپايي ټولنې د ۹۸ میلیونه یورو نوې مرسته وکړه
په افغانستان کې د اصلاحاتو د پلي کولو او د پرمختیایی پالیسیو (د افغانستان د سولې او پرمختګ چوکاټ او د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو) د عملي کولو، د اقتصادي ثبات تامین، د کورني عوایدو انسجام، د عامه مالي مدیریت ښه والي او په بودیجه کې د روڼتیا راوستولو څخه د ملاتړ په موخه نن د زمري میاشتې په ۳ مه نېټه اروپايي ټولنې د افغانستان دولت ته د ۹۸ میلیونه یورو نوې مرسته وکړه.
 
  اروپایي ټولنه یاده پرېکړه د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې په دغو برخو کې د اصلاحاتو د چټک بهیر له مثبتې ارزونې څخه وروسته وکړه چې په سختو شرایطو کې پلې شوي ده. یادې پیسې د دولت جوړونې قرارداد (SBC) دویمه برخه ده، چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې په ۴ مه نېټه د بروکسل کنفرانس په اوږدو کې له افغانستان سره لاسلیک شو. د دغه قرارداد لومړي سل میلیونه یورو تیر کال د افغانستان دولت ته سپارل شوې.
 
د افغانستان په بودیجه کې د اروپايي ټولنې دغه مستقیمه برخه اخیستنه د اقتصادي ودې، کار موندنې، د حساب ورکونې ښه والې، د بڼسټیز خدمتونو وړاندې کول، په سیاسي او اقتصادي ستونزمنو شرایطو کې له بیوزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان دولت لاسته راوړنو سره اړیکه لري. د دولت جوړونې د قرارداد په چوکاټ کې د مالي مرستو ترڅنګ اروپايي ټولنه د افغانستان دولت سره تخنیکي مرستې هم کوي او نورو کاري شریکانو سره د پالیسۍ په اړه خبری هم کوي.
 
ښاغلی ډاکټر محمد همایون قیومي د مالیې وزارت سرپرست وزیر او د زیر بناء په چارو د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ستر سلاکار وویل: له ملي یودیجې سره یاده مرسته د اصلاحاتو له ډلې په بودیجه کې روڼتیا، د فساد کمولو په برخه کې دوامداره هڅو، په ملي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی او د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو له لارې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ پرمختګونو ښودنه کوي. د بودیجې ملاتړ کوونکي پروګرام له لارې لکه د دولت جوړونې قرارداد، د افغانستان حکومت دې ته چمتو کوي چې د هیواد لومړیتوبونو ته په سمه توګه ځواب ووایې او له عادلانه ودې او پراختیا څخه ډاډ ورکړي. د افغانستان له خلکو سره د اروپایې ټولنې او غړو هیوادنو له ملاتړ او ژمنو څخه مننه کوم.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایدون وویل:" له افغانستان سره د دغې نوې مالي مرستې موخه چې په مستقیمه توګه د افغانستان ملي بودیجې ته ورکول کیږي د افغانستان له حکومت او خلکو سره د اروپایي ټولنې او د اروپا د خلکو د اوږدمهاله ژمنې ښکارندوي کوي. د اصلاحاتو د پلي کولو د بهیر څخه د یوې هر اړخیزې ارزونې څخه وروسته اروپايي ټولنه د دغې مرستې له لارې انعطاف پذیره مالي زیرمې د افغانستان دولت په واک کې ورکوي ترڅو په هغو برخو کې چې وړتیا شته او د دولت لومړیتوبونو سره برابره ده، ولګول شي. د دغې مرستې موخه په یو داسې وخت کې چې افغانستان جدي امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ ده، د پالسیو ښه والي، له هغو بڼسټونو څخه ملاتړ چې بڼسټيز خدمتونه وړاندې کوي، د اقتصادي ودې پیاوړتیا او د بیوزلۍ کمول دي. موږ په دغو برخو کې د افغانستان دولت سره د لا نورو همکاریو په تمه یو."
د دولت جوړونې قرارداد د افغانستان دولت سره مرسته کوي ترڅو د اصلاحاتو هغه پروګرامون چې د ۲۰۱۶ ام کال په اکتوبر کې د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې شوي د افغانستان د سولې او پرمختګ چوکاټ او د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو پر بڼسټ پلي کړی شي ترڅواغیزمنه حکومتوالي، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د بڼسټیزو خدمتونو وړاندې کول پیاوړي شي. د دولت جوړونې د بریالي کیدو سره اروپايي ټولنه او د افغانستان دولت د ۲۰۱۸ – ۲۰۲۱ ام کلنو په لړ کې د بودیجوې مرستې د دوام لپاره چمتووالی نیسي.
 
https://avapress.com/vdcfjedytw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته