دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 167849
ننګرهار کې د ماین جوړولو یو ماهر او ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي
په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې د ماین جوړولو یو ماهر او لږ تر لږه ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې په نازیانو،هسکه مینه، اچین او غني خیلو ولسوالیو کې د تېرو څلورویشت ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ داعش او د خپل ماین په چاودنه کې یو بل تن ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۶ مې ویالې سیمه کې د لیاقت په نوم یو کس چې پخپل کور کې یې ماینونه جوړول،د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی،همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي .
د ولایت مقا په وینا، همدا راز د نازیانو او اچین ولسوالیو په مربوطاتو کې د بېلابېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې ۵ داعش وسله وال ووژل شول .
په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay0n6o49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته