دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 167929
سوریی کرد وسله واله ډله سوریی حکومت سره خبرو لپاره موافقه کړي
د سوريي د کُرد وسله والو ډیموکراتیک اتحاد ددې هیواد له حکومت سره د روانې ۷ کلنۍ جګړې د پایته رسولو لپاره د خبرو اترو په پیلولو موافقه کړې ده.

د کُرد وسله والو ډیموکراتیک اتحاد د سوريي په شمال ختیځو سیمو کنټرول لري او تر اوسه څو ځله دې ډلې او د سوريی حکومتي ځواکونه په خپلو کې سختې جګړې کړي دي.
د کُرد وسله والو د ډیموکراتیک اتحاد سیاسي څانګې پرون اعلان وکړ چې د بشار اسد له حکومت سره يې د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره په خبرو اترو موافقه کړې ده.
د کُردانو دې ډلې په یوه بیان کې ویلي دي چې استازو يې په دمشق کې د حکومت له چارواکو سره خبرې کړي دي او دواړو لورو سلا کړې ده چې د جګړې د پایته رسولو او دیوې فدرالي سوريي په اړه د بحث لپاره د لارې د نقشې د برابرولو په هدف به کاري ټیمونه جوړکړي.
د امریکا متحده ایالات د سوريي د کردانو له ډیموکرایتک اتحاد څخه ملاتړ کوي او دا مهال د امریکا هوايي ځواک او ځانګړي قوتونه له هغو سیمو فعالیت کوي چې د همدې کرد وسله والو تر کنټرول لاندې دي.

د سوريی ولسمشر بشار اسد په تیره مۍ میاشت کې وویل د کُردانو له دیموکراتیک اتحاد سره د سولې خبرو ته چمتو دی خو نوموړي ګواښ هم کړی و چې که دا ډله خبرو ته چمتو نشي نو پر وړاندې به يې پوځي ځواک استعمال کړي.
د سوريي حکومت د کُردانو د ډیموکراتیک اتحاد د تازه اعلان په اړه چې وايي د بشار اسد له استازو سره يې د سولې په اړه خبرې کړي دي ،تر اوسه پورې تبصره نه ده کړې.
د یوه بل خبر له مخې د سوريي د بشري حقونو ډلې چې له لندن څخه فعالیت کوي پرون وویل هغه سخت دریځه وسله وال چې د سوريی په جنوب کې يې له حکومتي ځواکونو سره جګړه بنده کړې ،په دې سیمه کې د داعش پر وړاندې له حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.
 
https://avapress.com/vdcj8aevhuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته