دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 167941
دکرنې وزیر په هرات ولایت کې د اوبولګولو پنځه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني هرات ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ، په دې ولایت کې د اوبولګولو پنځه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
په هغه غونډه کې، چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د خوش‌باشان د اوبولګولو کانال او سربند د ګټې اخیستنې په موخه جوړه شوې وه د کرنې وزیر وویل: «په هرات ولایت کې د اوبولګولو ددغو پنځو شبکو د جوړولو ټولیز لګښت ۳۱ میلیونه، ۴۲۹ زره او ۵۸۷ افغانۍ ده. د اوبولګولو له دغو شبکو څخه په ټولیزه توګه څلور زره او ۴۷ کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه پورته کوي، شپږ زره او ۴۹۰ جریبه ځمکه خړوبیږي او ددغو شبکو د جوړولو په لړ کې څه باندې ۱۵ زره کاري ورځې هم ایجادې شوي دي. په ټولیزه توګه د اوبولګولو دغه شبکې ۷۹ کیلومتره اوږدوالی لري.»
ښاغلی دراني زیاته کړه، چې د اوبولګولو د دغو شبکو په جوړولو سره د اوبو له ضایعاتو څخه د مخنیوي ترڅنګ ددغو شبکو د ترپوښښ لاندې ځمکو محصولات هم له ۱۵ تر ۲۰ سلنه زیاتیږي.
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د خوش‌باشان کلي د اوبولګولو کانال او سربند د ملګروملتونو د پراختیایي برنامې «UNDP» په مالي مرسته د اقلیم بدلون سره د سمون پروژې له خوا د ۷ میلیونه او ۹۷۳ زره او ۷۱۱ افغانیو په لګښت، د فرک سفلا، فرک علیا، چودنګر او اردوخان د اوبولګولو شبکې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې «OFWMP» له خوا په ټولیزه ټوګه د ۲۳ میلیونه او ۴۵۵ زره او ۸۷۶ افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo50ffyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته