دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 168237
امریکایي الوتکو په کونړ او ننګرهار کې د داعش او طالبانو مرکزونه بمبار کړي
په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او د اسلامی دولت نومې ډلې پر مواضعو د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي.
په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، تېره ورځ د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکو د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالی په اړونده ګور ګورې او میلوه سېمو کې د داعش تروریستي ډلې په مرکزونو باندې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش تروریستي ډلې ۶ تنه وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د هغوي مرکزونه تخریب اوله منځه وړل شوي دي .
د سیلاب قول اردو په وینا، تېره ورځ د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکو  د کونړولایت د وټه پور ولسوالی د ګمبیړ او کټار سیمه کې په وسلوالو طالبانو باندې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱ تن وسلوال طالب د مسیح الله په نوم وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هوایي بریدونو په جریان کې ملکي خلکو ته هیڅ ډول زیان نه دې اوښتې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc14qsm2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته