دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 168467
په ټول هیواد کې د پولیو ضد کمپاین د ۹،۹ میلیونه ماشومانو د خوندي کولو په موخه په لاره اچول کیږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته نن په ټول افغانستان کې د روان زیږدیز کال دریم سرتاسري پولیو ضد کمپاین پلي کوي. ددغه پنځه ورځني کمپاین موخه د پولیو ناروغۍ په وړاندې د ۹،۹ میلیونه د پنڅو کالو کم عمره ماشومانو واکسین کول دي.

همدا راز په دې کمپاین کې شاوخو ۸،۹  میلیونه ماشومانو ته، چې د ۶ میاشتو نه تر ۵ کالو عمر ولري، د ناروغيو په وړاندې دهغوی د بدن د مقاومت لوړلو په خاطر، د ویټامین ( A)  کپسولونه ورکول کیږي.  د ویټامین ( A)  کپسولونه په ماشومانو کې د اسهالاتو یا نس ناستې او شري (سرخکان) پیښې راټیټوي او د ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو چانس د ۱۲ ٪ څخه تر ۲۴٪ پورې لوړوي.
په همدې حال، په دې کمپاین کې ۱،۲ میلیونه ماشومان د نه لاسرسي وړ په سیمو کې د واکسین کیدو څخه ښايي پاتی شي.  دغو ماشومانو زیاتره برخه د هیواد په سویلی او ختیځو یو شمیر ولسوالیو کې چیرې چې په روان زیږدیز کال کې د پولیو ډیری مثبتې پيښې ثبت شوي دي، د واکسین ټیمونو لپاره د لاسرسي وړ نه دي. د بیلګی په توګه د کندهار په یو شمیر ولسوالیو کې ۱۱۷۶۴۰ ماشومان، په هلمند کې ۵۴۱۸۳۹ ماشومان، په ارزګان کې ۱۱۹۴۰۶ ماشومان او په زابل کې ۱۴۶۵۱۳ ماشومان په دې کمپاین کې د واکسین کیدو څخه بې برخې پاتې شي. ددې ستونزې د هواري په خاطر هڅې روانې دي چې د جګړې خواوې د واکسین ټیمونه ته دا فرصت ورکړي ترڅو دغه ماشومان هم ددې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، دغه کمپاین یې د ټولو کورنیو لپاره، ددې ناروغۍ په وړاندې د هغوی د ماشومانو د خوندي ساتلو په خاطر یو مهم فرصت وباله او ویې ویل: ټولې کورنې باید ددې فرصت څخه ښه استفاده وکړي او ددې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ په وړاندې د خپلو ټولو ماشومانو په تیره بیا د نوي زیږیدلی او د ناروغ ماشومانو د واکسین کیدو څخه خپل ځانونه ډاډه کړي. په دې برخه کې غلفت کړل د ماشومانو په حق کې یوه ستره جفا ده، ځکه ددې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې یوازنی لار د کمپاین په هر پړوا کې د هغوی واکسین کول دي.
د افغانستان، پاکستان او نایجریا هیوادنو څخه پرته د پولیو ویروس د نورړو ټولو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو څخه د واکسین په مټ محو شوی دی. په ۱۹۸۸ کال کې کله چې د پولیو د له منځه وړلو نړیوال پروګرام رامنځته شو، هغه مهال د پولیو ۳۵۰ زره مثبتې پيښې په ټوله نړۍ کې ثبت شوې وي. خو نن یوازې ۱۳ مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې له بده مرغه ۱۰ پيښې یې په افغانستان کې او ۳ پيښې یې په پاکستان یې رامنځته شوي دي. په افغانستان کې د پولیو مثبتې پيښې په هغو سیمو کې رامنځته شوي دي چیرې چې د امنیتي ستونزو او د پولیو واکسین د اهمیت په باب دخلکو د نه پاملرنې له امله ګن شمیر ماشومان د واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي. 
د افغانستان لپاره د یونیسف دارې مرستیال ښاغلی ستیفانو سوی (Stefano Savi ) وویل: هر ماشوم د روغتیا او سلامتیا حق لري. د پولیو واکسین ماشومان د دایمي فلج څخه چې په افغانستان کې یوه ستره روغتیايي ستونزه ده، خوندي کوي. زه د ټولو کورنیو څخه غوښتنه کوم چې د واکسین ټیمونو په مخ د خپلو کورنو دروازې پرانیزي او خپل ماشومان ددې ویروس په وړاندې چې د دایمي معلولیت سبب ګرځي، واکسین کړي. مونږ باور لرو چې افغانستان ویاړلي خلک به د پولیو ټغر له هیواده ټول کړي او دا هغه مهال شونی دی چې هر ماشوم د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي. مونږ د ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړو چې د روغتیايي کارکوونکو خوندي توب په جدی توګه په پام کې ولري ترڅو هغوی په ډاډه زړه ټولو ماشومانو ته لاسرسی ومومي.  
دغه ملی کمپاین څه باندې د ۷۰ زره د پولیو واکسین د متعهده کارکوونکو په مټ پلي کیږي او د ماشومانو د واکسین کولو په خاطر د هر کور دروازه  ټکوي. کوم ماشومان چې د کمپاین په لومړیو ورځو کې د واکسین څخه پاتې شي، د پولیو واکسین ټیمونه د هغوی د واکسین کولو په خاطر د کمپاین په ورستیو ورځو کې هغوی کورنیو ته بیا ورځي ترڅو ځانونه ډاډه کړي چې هیڅ ماشوم ددې واکسین څخه بې برخې پاتې شوی نه دی.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریچارت پیپر کورن وویل : د افغانستان څخه د پولیو د له منځه وړلو په خاطر دغه کمپاین یو ستر فرصت دی. که څه هم د تیر په پرتله اوس مهال د پولو د له منځه وړلو پروګرام لازیات غښتلی او پراخ شوی دی، خو لاهم په ځینو سیمو کې دا ویروس سرایت لري. مونږ باید ددې ناروغۍ په وړاندې د وګړو خوندي توب په برخه کې خپلې لاسته راوړنې وساتو  او خپلې هڅې لازیاتې ګړندی کړو ترڅو دغې ناروغۍ ته د پای ټکۍ کیږدو. مونږ د ټولو افغانانو څخه غوښتنه کوو چې په دې ګډه مبارزه کې خپله ونډه زیاته کړي. په دې مبارزه کې د وروستیو ګامونو اخیستل آسانه کار نه دی خو د امکان وړ دی.
د پولیو واکسین خوندي او غیزمن دی و هیڅ ډول جانبي منفی عوارض نه لري. دغه واکسین دينی مشهوره عالمانو لخوا په ملي او بین المللی کچه تائید شوی دی او ورکول یې ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر حتمي او ضروري بللی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-6nzq23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته