دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 168594
اسرائیل پر غزې بمبار کړی، فلسطیني مقاومت توغنديز ځواب ورکړی
اسرائیلي الوتکو نن ماښام د غزې تړانګې په شمال بیت لاهیا سیمه کې د مقاومت د څار پریوه برج بریدونه ترسره کړي چې د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.


پرون هم اسرائیلي اشغالګرو په یاده سیمه کې د مقاومت د څار پر یوه برج د توپونو ډزې وکړې چې د حماس د نظامي څانګې دوه تنه غړي یې شهیدان کړل.

اسرائیلي رسنۍ وايي، ۸ توغندي له غزې څخه د اسرائیل پر لورې ویشتل شوي چې دوه يې د اسرائیل د توغندیو ضد سيسټم شنډ کړي او ۶ نور يې غزې ته په نژدې یهودي مېشت ځایونو کې لګېدلي دي.

په دې توغنديز برید کې ۱۰ تنه یهودیان ژوبل شوي او غزې ته ورڅېرمه مېشت ځایونو کې سخته وېره خپره شوې ده.

نن چهارشنبه اسرائیلي پوځ وويل چې د غزې پولې ته نژدې يې د انجنيرۍ د برخې یو ګاډی تر برید لاندې راغلی دی.

د پوځ په خبره، ډزې د غزې له لورې پرې شوې، ګادی یې زیانمن شوی خو څوک پکې ټپيان شوي نه دي.

اسرائيلي اشغالګرو پوځیانو تر برید وروسته د غزې پر لورې ډزې کړې دي.
https://avapress.com/vdci3vaz5t1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته