چارواکي وایي دننګرهار ولایت شیرزادو والسوالی د توتو په ساحه کی دملی امنیت ځانګړی ځواکونو لخوا عملیات ترسره شوی چی په نتیجه (۶) نفره وسلوال طالبان وژل شوی او دوه موټر بم چی غوښتل یی په راتلونکی کی جلال اباد په ښار کی حملات ترسره کړی له منځه وړل شودي.
همدارنګه په دې عملیاتو کی د وسلوالو ګن شمیر سپکی او درنی وسلی هم تخریب شوې. په دی عملیاتو کی دوه نفره د وسلوالو سره داړیکو درلودلو په اساس ژوندی نیول شوی هم دي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وایي دغه عملیات په دې موخه ترسره شوي چی وسلوالو غوښتل چی په راتلونکي لوی اختر په شپو او ورځو کی د جلال اباد امنیتي وضیعت نور هم خراب کړي.
په تر سره شوو عملیاتو کی ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو ته کوم مالي او ځاني زیان ندی رسیدلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)