دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 168695
غزني کې د جګړې په اړه ضد او نقیضې ادعاوې
د غزني په ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د روانو نښتو او جګړو په اړه د جګړې ښکیلو خواوو بیلابیلې څرګندونې کړي، خو په دغه ښار کې د مخابراتي شبکو د بندیدو او د لویې لارې د تړلو له امله د ښار دننه وضعیت په باب ډیر معلومات نشته دی.
افغان امنیتي چارواکي او د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، تیره شپه (زمري ۱۹ مه) هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د غزني د ښار په یو شمیر سیمو کې جګړې شوي دي.
د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش د غزني د روانو جګړو په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، وسله وال طالبان د ښار له مرکزي برخو ایستل شوي او اوس مهال افغان امنیني ځواکونه د ښار په لودیځه خوا د حسن اباد په سیمه کې د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دی.
جنرال رادمنش وویل " اوس مهالافغان ځواکونه د غزني د ښار په لودیځه خوا کې پنځه سوه یا شپږ سوه متره وړاندې د حسن اباد په نوم یوه سیمه ده پر تلاشۍ او تصفیې مصروف دي، انشاالله ډیر زر به د غزني وضعیت په مثبت ډول بدل شي".
د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې غزني ښار ته د جمعې په ماښام د تازه دمو ځواکونو د رسیدلو وروسته په دغه ښار کې جګړې کمې شوي دي.
ښاغلي فقیري وویل " تیره شپه د غزني د ښار په مرکز کې سختې جګړې روانې وې، خو د شپې پر اتو بجو ښار ته د ځانګړو ځواکونو تر رسیدلو وروسته طالبان د ‎ښار له مرکزي برخو په شا وتمبول شول".
ښاغلی فقیري وايي، چې اوس هم یو شمیر وسله وال طالبان د قلعه قاضي، "پیرقرضدارها" او خشک په سیمو کې په مارکیټونو او لوړپوړو ودانیو کې سنګرونه نیولي او له دغو سیمو پر افغان ځواکونو ډزې کوي.
خو د ځانګړو ځواکونو د قول اردو ویاند ډګروال عبدالقیوم نورستاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د خشک سیمه د طالب وسله والو له شتون څخه پاکه شوې ده.
ډګروال عبدالقیوم نورستاني ادعا وکړه، چې د غزني ښار په بشپړه ډول د افغان ځواکونو په ولکه راغلی دی.
ډګروال نورستاني وویل " د آهنګرانو، کدول او خشک سیمې، چې د غزني ښار په لویدیځ کې دي د افغان خاصو قواوو له لوري د وسله والو له شتون څخه پاکې شوي او د دولت مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړو".
د غزني جګړې په اړه د طالبانو ادعاوې
خو وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې د خپل ټویټر په پاڼه یې خپره کړې ویلي، چې طالبانو نه یوازې دا چې د جګړې په لومړۍ ورځ ټولې نیولې سیمې يې په خپل کنټرول کې ساتلي، بلکې د غزني زندان یې هم مات کړی او له زندان څخه یې خپل ازاد شوي بندیان مصون ځای ته انتقال کړي دي.
طالبانو ویاند ادعا کړې، چې د غزني د ښار په جګړو کې یې له افغان ځواکونو ۵۵ زرې وسایط هم نیولي دي.
طالبانو دغه ویاند د دایکنډي ولایت د اجرستان په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یو مرکز د ډله ییز برید خبر هم ورکړی دی.
طالبانو ویاند ویلي، چې دا برید د شنبې د ورځې (زمري ۲۰ مه) له غرمې وړاندې شوی او د برید په سر کې یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoan6m49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته