غورڅ ملاتړ ماموریت نن د غزني ښار د وضعیت په اړه اخیستل انځورونه هم خپرې کړې په داسې حال کې چې وسله وال طالبان ادعا کوي چې د غزني ولایت د امنیې قوماندانی او مرکزي زندان په ګډون یو شمېر دولتي بنسټونه د وسله والو لاس ته لوېدلي.
خو د غوڅ ملاتړ ماموریت له لورې خپاره شوي انځورونه ښیي چې د غزني ولایت مرکزي زندان په ګډون ټول دولتي تاسیسات د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزي ښار وضعیت په اړه خپاره شوي انځورونه د یکشنبې په ورځ اخیستل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان امنیتي او دفاَعي ځواکونه د وسله والو په وړاندې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي او د غزني ښار کنټرول په بشپړه توګه د افغان ځواکونه په لاس کې دی.
د یادونې وړ ده چې د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کې له تیرې جمعې راهیسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنې نښتې رواې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)