دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 169102
جګړو د افغانستان د ښوونې او روزنې پر برخه پراخ منفي تاثیرات کړي دي
د ناروې د کډوالو اداره یا (NRC) په خپل یوه راپور کې وايي چې افغانستان تر نایجریا وروسته د ښوونې او روزنې لپاره تر ټولو بد وضعیت لري.
راپور زیاتوي چې جګړو د افغانستان پر ښوونې او روزنې برخه پراخ منفي تاثیرات پرې اېښي دي او دغه برخه ته یې ډېر زیان رسولی دی.
سرچینه کاږي په ډېری ولایتونو کې لا هم ښوونځي د جګړو او امنیتي ستونزو له امله تړل شوي او سلګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
ددوی په وینا زده کوونکي ځان خوندي نه احساسوي ۱۵ سلنه زده کوونکي د ډزو له خطر، ۳۶ سلنه زده کوونکي د اختطاف، تهدید او وژل کېدو له خطر سره مخ دي او ۱۲ سلنه ښوونځیو باندې بریدونه شوي دي.
راپور همدا راز زیاتوي چې د افغانستان ټاکنو هم د افغانستان تعلیمي بنسټ زیانمن کړی دی. ددوی په وینا همدا اوس هم ۶۰ سلنه د نوملیکنې مرکزونه په ښوونځیو کې پرانیستل شوي وو، چې پر خپل ځای یې ستونزې پيدا کړې وي.
راپور وايي د افغانستان په ښوونیز سیستم کې دغه ډول ستونزې او بې نظمۍ کولی شي ددغه مهمې برخې ملاتړي له مرستو پر شا کړي، ځکه دوی د خپلو مرستو له پر ځای لګېدو ډاډمن نه دي.
https://avapress.com/vdce7o8zwjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته