دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 169200
د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه باید د هیڅ زورواکي فشار ته تسلیم نشي
د وردګ ولسي شورا د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونو له پرېکړو ملاتړ څرګند کړ او له دغو کمیسیونونو یې وغوښتل، چې خپل استقلالیت وساتي او د هیڅ زور واکي فشار ته تسلیم نه شي.

د وردګ ولسي شورا رییس مظفرالدین امین وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه باید د زورواکو او سیاستوالو فشارونو ته تسلیم نشي؛ د کمیسیونونو ټولې پرېکړې خلکو ته د منلو دي او ځانګړیو ډلو ته باید وخت ورنکړ شي، چې دغه ملي پروسه ګډوډه کړي.
د وردګ د ولایتي شورا پخوانۍ ريیسه حلیمه عسکري د ټاکنو له خپلواک کمیسیونونو غواړي، چې ټاکنې د سیاسي لانجو او موخو ځار نکړي.
د وردګ د ولسي شورا د رهبرۍ غړی عبدالرحمن وردګ وايي، چې ملي شورا باید د قومي تیکدارانو پر مرکز بدله نه شي.
د افغانستان د مبارزو ښځو د شبکې غړې حیمده وردګ وایي؛ زمونږ غوښتنه له حکومته داده، چې ټاکنیز ارزښتونه باید د سیاستوالو له لوبو سره ونه تړل شي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ مونږ هغه ټاکنې غواړو، چې ټول هېوادني ارزښتونه مو په کې خوندي شي. داسې انتخابات، چې بیا مو په پارلمان کې د افغانستان د خلکو د وینو سوداګر او د شخصي او ژبنیو اغراضو پالونکي ونه لیدل شي.     
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې له وروستي نوملړه یو شمېر ایستل شویو نوماندانو په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو خپلواکو کمیسیونونو د دفترونو مخې ته د اعتراض خیمې درولي او در وازې یې تړلي دي.
 
https://avapress.com/vdcdzn0fzyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته