دخپریدو نیټه :جمعه ۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 169717
په هیواد کې د سرخکان واکسین برنامه د کوچنیانو لپاره شروع کیږی
د عامه روغتیا وزارت په هیواد کې د کوچنیانو لپاره د سرخکان واکشین عمومی برنامه شروع کیدو څخه خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د عامه روغتیا وزارت د کورنیو څخه غواړی ترڅو هغه کوچنیان چی عمر یی د ۹ میاشتو څخه ۱۰ کلنو پوری وی، روغتیایی نږدی مرکز ته یوسی ترڅو د سرخکان مریضی په وړاندی واکسین شی.
دا دری میاشتنې برنامه، لومړۍ په ۱۷ ولایتونو کې د شنبه ورځې(سنبله ۱۰ نیټې څخه) شروع او وروسته په ټول هیواد کې پراختیا مومی.
د عامه روغتیا وزارت آمارو په اساس، جاری کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، ۵۸ تنه کوچنیان په ټول هیواد کې د سرخکان مریضی له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په داسی حال کې دی چی په ۱۳۹۶ لمریز کال کې، ۶۸ تنه کوچنیان ددی مریضی له امله ژوند له لاسه ورکړی وو.
د عامه روغتیا وزارت چارواکو په وینا همدا اوس نږدی ۱۰ تنه کوچنیان د سرخکان په مریضی اخته شوی او په کابل کې د صحت طفل په روغتون کې بستری شوی دی.
د برنامه په اساس، قرار دی چی په دی برنامه کې ۱۳ میلیون او ۸۰۰ زره کوچنیان چی د ۱۰ کالو څخه لږ عمر لری، د سرخکان مریضی په وړاندی واکسین شی.
 
https://avapress.com/vdcgqy9quak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته