د کانونو وزارت د لویو او ملي پروژو څخه خلکو ته د څارنې لپاره د اروپا له یوې ټولنې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وایي، دغه بنسټ به د ټولو پروژو په اړه خلکو ته له بېلا بېلو لارو معلومات ورکوي او په دې توګه به خلکو ته له لویو او ملي پروژو څخه د څارنې زمینه برابره کړي.
د اروپايي بنسټ مسوول ګیز زوین بیرګین وايي، چې د هغو کسانو د وړتیاوو په لوړولو کې به کار وکړو، چې د کانونو په برخه کې کار کوي.
هغه زیاتوي، مونږ به د هوکړې ټول مواد عملي کوو. هیله مو داده، چې له هغو کسانو سره به د وړتیا په لوړولو کې هم مرسته وکړو، چې د کانونو په برخه کې کار کوي.
افغانانو ته د لویو پروژو د معلوماتو د ورکولو هوکړه لیک په داسې حال کې لاسلیک شو، چې پر دولتي بنسټونو نیوکې ډېرې شوې او ویل کیږي، چې ولس ته د معلوماتو په وړاندې کولو کې بې پروايي کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)