دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 170537
پکتیا ولایت زرمت ولسوالی مربوطه سیمو کې نږدی ۹۵ وسله والو ته مرګژوبله
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالی په مروبوطاتو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نښتې پر مهال شاوخوا ۹۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جنوب ختېځ کې د پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د تندر قول اردو ځواکونو د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د چوڼۍ په سیمه کې ۹۵ تنه وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه زیاتويو چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو د (تندر۲) عملیاتو په ترڅ کې چې تیره ورځ پیل شوي، ۳۵ تنه وسله وال ترهګر وژلي، ۶۰ تنه نور ژوبل کړي چې د ۸ تنو جسدونه د جنګ په میدان کې د دښمن پاتي دي.
د تندر قول اردو په وینا، همداراز ایتلافي هوايي ځواکونو د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ د جمال کلي په سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوايي برید کړی په پایله کې یې ۱۷  تنه وسله وال وژلي او زیات شمیر نور ژوبل کړيدي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پکتیا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcipuazyt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته