دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 170766
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کابل په لور روان شو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغان چارواکو سره د خبرو اترو په موخه نن سهار د کابل په لور روان شو.
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي، چې ښاغلي قریشي به له افغان چارواکو سره د سولې او پخلایني لپاره د عمل ګډ پلان، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او او ترانزیتي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړي.
بلخوا افغان چارواکي وایي حکومت به له پاکستان غواړي پر هغو ژمنو عمل وکړي چې له افغانستانا سره یې کړي دي.
ټاکل شوې چې ښاغلي افغان او پاکستاني چارواکو د د جلال اباد قونسلګري پر سر د رامنځته شوې لانجې په اړه هم بحث او خبرې وکړي.
په کابل کې د پاکستان سفارت شاوخوا درې اوونی مخکې وویل، چې د ننګرهار د والي د مداخلې له کبله په جلال اباد ښار کې خپله قونسلګري په موقته توګه تړلې ده.
خو د ننګرهار والي حیات الله حیات د پاکستان سفارت د اعلامیې په غبرګون کې ویلي و، چې په دې ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نده کړې، خو د ويزو اخیستو په پروسه کې يې د شته بې نظمۍ او فساد مخنيوي په موخه د قونسلګرۍ په همغږۍ لومړني اقدامات پیل کړي .
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccexqse2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته