دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 171247
سرپل کې ۴۰۰ کیلو ګرامه نشه یی توکې سوځول شوي
په سرپل ولایت کې تر ۴۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.

د سرپل مرستيال والي عبدالمالک عظیمي رسنیو ته وویل، دا سوځول شوي مواد چې ۴۸۰ کيلو ګرامه ترياک او لسګونه بوتله الکولي مشروبات دي، افغان ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د عملیاتو او تلاشۍ پر مهال نیولي وو.
د یادونې وړ ده چې کوم کسان د دې موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور نیول شوي، تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
https://avapress.com/vdchkznzq23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته