دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 171276
افغانستان او پاکستان کرکټ ملی لوبډلو دری لوبغاړی د کرکټ نړیوال شورا له لوری جریمه شول
د افغانستان لوبډلمشر اصغر افغان، ځوان توپ اچوونکی راشد خان او د پاکستان چټک توپ اچوونکی حسن علي د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا جریمه شول.

د کرکټ نړیواله شورا په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان دغه درې لوبغاړي د کرکټ نړیوالې شورا له قوانینو څخه د سرغړونې په تور جریمه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړي د تیرې شبې په لوبه کې داسې عمل کړی چې د کرکټ  د نړیوالې شورا اصولو ته په کتو پاړونکي ګڼل کېږي.
د کرکټ د نړیوالې شورا د خبرپاڼې له مخې، د جریمې کچه د لوبې فیس ۱۵ سلنه یاده شوې ده.
د کرکټ د نړیوالې شورا په وینا، سربیره پردې او د کرکټ د نړیوالې شورا له کړندود څخه د سرغړونې په تړاو یادو لوبغاړو ته یو منفي نمره (demerit point) هم ورکړل شوی دی.
د کرکټ د نړیوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان چټک توپ اچوونکی حسن علي په دې خاطر جریمه شوی چې د تیرې شپې د لوبې پر مهال یې د افغانستان توپ وهوونکی حشمت الله شاهدي پر لور د ډارولو په انداز د توپ وهلو هڅه کړې وه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې راشد خان له دې کبله جریمه شوی، چې د پاکستان پر خلاف د توپ اچونې پر مهال او په ۴۷ م اوور کې یې د اصف علي ویکټ له تر لاسه کولو وروسته هغه ته د ګوتې په ښورولو اشاره کړې وه.
د افغانستان لوبډلمشر اصغر بیا پدې خاطر جریمه شوی چې په ۳۷ م اوور کې د منډې اخیستو پر مهال د پاکستان چټک توپ اچوونکی حسن علي په اوږه وهلی و.
 
https://avapress.com/vdcjavevmuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته