دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 171362
د امریکا سره امنیتی تړون نظر تجدید تصمیم پرسر معامله احتمال څخه د ولسی جرګه غړیو اندیښنه
د واشنګتن سره د امنیتی پیمان نظر تجدید وروسته، امریکا سفارت هڅه لری ترڅو ولسی جرګه ددی تصمیم څخه منع کړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، امریکا په تیرو ۱۷ کلونو کې د امنیتی تړون تر نامه لاندی په افغانستان کې ډیر جنایتونه ترسره کړي او ددی جنایتونو څخه باید سترګی پټی نه شی، امریکا د افغانانو سره خپل کارکردونو په اړه ځواب ووایی.
د ولسی جرګه غړۍ د امریکا سره د امنیتی تړون نظر تجدید تصمیم پر سر د معامله ګری احتمال څخه ددی جرګه له لوری اندیښه ښودلی دی.
د ولسی جرګه ځینی غړۍ تیری ورځي ناسته کې ویلی چی د واشنګتن سره امنیتی تړون تجدید تصمیم وروسته، امریکا سفارت هڅه کوی ترڅو ولسی جرګه ددی تصمیم څخه منع کړی.
عبدالرحمان رحمانی د ولسی جرګه یو غړۍ وویل: د امنیتی تړون نظر تجدید تصمیم وروسته، امریکا نمایندګان پارلمان ته تلل او راتلل کوی او اداری هیئت نمایندګانو سره لیدنی کړی دی؛ که د امنیتی تړون تجدید نظر څخه مخ واړول شی د هغه ورځ څخه به یی خظر ډیر وی چی موږ امضا کړی دی.
عبدالستار خواصی د ولسی جرګه بل غړۍ هم ویلی دی چی امنیتی تړون د افغانستان خلګو مرګ وثیقه ده او داسی لیدل کیږی چی مجلس ددی تصمیم څخه عقب نشینی کړی دی. خواصی زیاته کړه چی دا عمل د امریکا سفارت مسؤولینو په هڅه ترسره شوی دی.
خو په دی حال کې عبدالرؤوف ابراهیمی د ولسی جرګه مشر ټینګار کړی چی ولسی جرګه دوه کمیسیون د امریکا سره امنیتی تړون نظر تجدید لپاره موظف او دا کمیسیونونه باید خپل وظایف ترسره کړی ولسی جرګه ته ګزارش یا ریپورت ورکړی.
یادولو وړ دی چی ولسی جرګه دوه اونۍ مخکې د امریکا سره امنیتی تړون نظر تجدید تصمیم نیولی دی.
سرچینه: ویسا
https://avapress.com/vdcfvydy0w6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته