دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 171375
زابل کې یوه بندي طالب ۸ پوليس وژلي او ۴ نور يې ټپیان کړي

د زابل ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د شهرصفا په ولسوالۍ کې یو بندي طالب تیر ماښام ( د تلې په لومړۍ)د لمانځه پر مهال د دغې ولسوالۍ د امینه قومندانۍ د یو پولیس څخه وسله اخیستې او پر پولیسو یې ډزې کړي، چې په پایله کې د پولیسو اته منسوبین وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت د امنیت امر غلام جیلاني فراهي امریکا غږ اشنا راډیو ته پیښه تائید کړې او ویلي دي، چې بندي طالب د لمانځه پرمهال پر پولیسو ډزې کړي، چې له امله یې مرګ ژوبله پیښه شوې ده.
هغه وویل، چې د تلفاتو او د پېښي د دقیق څرنګوالي په اړه به وروسته رسنیو ته معلومات ور کړي.
د زابل دشهرصفا ولسوالۍ کې یوې امنیني سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل،چې په اتو وژل شوو د پولیسو په منسوبینو کې د شهرصفا د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اداري او جنایي مدیران او د ټولې قومندان هم شامل دي.
پېښه د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د دغې سرچینې د وینا له مخې، برید ګر بندي طالب لاهم ژوندی دی او د ۱۴ ساعتونو په تیریدو سره د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په ودانی کې جګړه کوي.
دغې سرچینې وویل "د ولسوالۍ د امنیه قومندانی اداری مدیر، جنايي مدیر او د ټولی قومندان په وژل شویو ۸ پوليسو کې شامل دي او څلور نور پوليس هم ټپیان دي، د ولسوالۍ تعمیر اور اخیستی او داسي لیدل کیږي چي بندي طالب د برید پر مهال د نورو پوليسو مهماتو او وسلو هم ځان رسولی خو لاهم جګړه کوي او ژوندی دی".
نوموړي اشنا رادیو ته وويل چې د کلات څخه تازه دمه سرتیري هم ولسوالۍ ته د پېښي د کنټرول لپاره رسیدلي.
د زابل پوليس مقامات وايې چې بندي طالب په کندهار کې نیول شوی او څلور ورځي وړاندي له کندهار څخه یادي ولسوالۍ ته پلټنو لپاره لیږل شوی وو.
د زابل شهرصفا ولسوالي په دې ولایت کې له نسبتآ امن ولسوالیو څخه بلل کیږي چې د کندهار سره په ګاونډ کې پرته ده.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaveviuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته