دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 171558
د یو کورنۍ ۸ انجوڼی په میدان وردک کې د دولتی ځواکونو په برید کې ووژل شوه
د سازمان ملل نمایندګی دفتر په افغانستان کې تائیدوی چی د یکشنبه په ورځ په هوایی برید کې دا اونۍ ۱۲ تنه غیری نظامیان د ۸ انجونو په شمول وژل شوي دی.

یکشنبه میدان وردک سیمه ایز چارواکې اعلان کړی وو چی د هیواد هوایی ځواکونو په برید کې د جغتو په ولسوالی کې ۴۲ تنه طالبان وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
یوناما اعلان کړ چی د یکشنبه ورځې هوایی برید کې ۱۲ تتنه غیری نظامیان وژل شوی چی ۱۰ تنه یی کوچنیان د ۶ څخه تر ۱۵ کلونو او ۸ تنه یی انجوڼی دی.
تیره ورځ یوناما ګزارش ورکړی وو چی د شنبه ورځې هوایی برید کې یو معلم د کاپیسا په ولایت کې او ۹ تنه نور غیری نظامیان وژل شوی دی.
یوناما اعلان کړی وو چی ددی برید قربانیان د یو کورنۍ مور او پلار او انا، څلور کوچنیان او دری ښځی دی او زیاته کړه چی دا کوچنیان د ۲ څخه تر ۱۲ کلونو پوری عمر درلود.
سازمان ملل هم د غیری نظامیانو د تلفاتو ډیریدو څخه اندیښنه ښودلي او زیاته کړی وو چی تیره شپږ میاشتو کې د غیری نظامیانو تلفاتو شمیر په هوایی برید کې ۵۲ سلنه ډیر شوی دی.
د یوناما اعلان په اساس په دی مده کې ۱۴۹ تنه په هوایی برید کې وژل شوی او ۲۰۴ تنه نور ټپیان شوی دی چی دا شمیر نسبت و ۲۰۱۷ کال ته ۵۲ سلنه ډیروالی ښیی.
 
https://avapress.com/vdccpsqs42bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته