دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 172446
د پستي خدمتونو عواید به د روان مالي کال تر پایه پورې، یو میلیارډ افغانیو ته ورسېږي
د پستي خدمتونو عواید د مالي کال له پیل څخه تر دې مهاله ۷۰۰ میلیونو افغانیو ته رسېدلي دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر، شهزاد اریوبي، چې د شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه:" د روان مالي کال تر پایه پورې به د پستي خدمتونو عواید کابو یو میلیارډ افغانیو ته ورسېږي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي."
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت هڅه کوي، چې په ټول هیواد کې عصري پستي خدمتونه رامنځته کړي.
اوس مهال په ټول هیواد کې پاسپورټونه د پستي څانګو له لارې د مشتریانو په واک کې ورکول کېږي او دغه راز د هیوادوالو د اسنادو پروسس له همدې لارې تر سره کېږي.
د پستي خدمتونو د تنظیم د ادارې د قانون طرحه وروستۍ او پارلمان ته لېږل شوې، چې د دې قانون په تصویب سره به د پستي خدمتونو په برخه کې د پانګه اچونې زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د پستي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه بېلا بېلو خصوصي شرکتونو ته د خدمتونو د وړاندې کولو جواز ور کړل شوی دی. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ژمن دی، چې د پستي خدمتونو په ډیجیټل کولو، د الکټرونیکي سوداګرۍ په پیلولو او د آنلاین پېر او پلور په رامنځته کولو سره د پستي خدمتونو په برخه کې مثبت انقلاب را منځته کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دغه راز وویل، د پستي خدمتونو عصري کول او هیوادوالو ته د عصري پستي خدمتونو برابرول د دغه وزارت له دندو او مسوولیتونو څخه دی. وزارت د مرکزي پسته خانې د عصري کولو چارې وروستۍ کړي او ژر به د هیوادوالو د چوپړ لپاره پرانیستل شي.
اوس مهال د کابل ولایت د پسته خانو د عصري کولو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري تر څو کابل ښاریان له عصري پستي خدمتونو څخه برخمن شي.
د اکتوبر نهمه د پست له نړیوالې ورځې سره سمون لري، چې هر کال په غړیو هیوادونو کې لمانځل کېږي.
افغانستان د هغو ۲۰۰ هیوادونو له ډلې څخه دی، چې د پست د نړیوالې اتحادیې غړیتوب لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjx8evmuqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته